د کار او ټولنیزو چارو زوارت نن دوشنبې (د لیندنۍ په ۱۱مه) د نا دولتي او خصوصي سکټور کارکوونکو د تقاعد مقررې له تایید کېدو خبر ورکړ.
د خصوصي سکټور کارکوونکو لپاره د تقاعد مقرره تایید شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1398 ساعت 18:33
د کار او ټولنیزو چارو زوارت نن دوشنبې (د لیندنۍ په ۱۱مه) د نا دولتي او خصوصي سکټور کارکوونکو د تقاعد مقررې له تایید کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت په وینا، دغه مقرره په درې فصلونواو ۲۲ مادو کې تدوین شوې او همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه هم نافذ شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې دغه مقرره، په افغانستان کې د نا دولتي او خصوصي سکټور د کارکوونکو د تقاعد د ورکړې په اړه لومړنی تقنیني سند دی.
دغه وزارت وايي چې د دغې مقررې پر بنسټ، نا دولتي او خصوصي سکټور مکلف دی چې د کارکوونکي د هر کال په بدل کې یوه میاشت معاش ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې یو ډېر شمېر هېوادوال په نادولتي ادارو کې په کار بوخت دي او باید له تقاعده برخمن وي
د مطلب کود: 197019