دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 197019
د خصوصي سکټور کارکوونکو لپاره د تقاعد مقرره تایید شوه
د کار او ټولنیزو چارو زوارت نن دوشنبې (د لیندنۍ په ۱۱مه) د نا دولتي او خصوصي سکټور کارکوونکو د تقاعد مقررې له تایید کېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت په وینا، دغه مقرره په درې فصلونواو ۲۲ مادو کې تدوین شوې او همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه هم نافذ شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې دغه مقرره، په افغانستان کې د نا دولتي او خصوصي سکټور د کارکوونکو د تقاعد د ورکړې په اړه لومړنی تقنیني  سند دی.
دغه وزارت وايي چې د دغې مقررې پر بنسټ، نا دولتي او خصوصي سکټور مکلف دی چې د کارکوونکي د هر کال په بدل کې یوه میاشت معاش ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې یو ډېر شمېر هېوادوال په نادولتي ادارو کې په کار بوخت دي او باید له تقاعده برخمن وي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqso2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته