دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 197022
بلخ کې د زعفرانو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په چهل دختران کلي کې ځينو بزګرو زعفران کري دي.
 د بلخ د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۰۰ جریبه (۶۰ هکتاره) ځمکه کې زعفران کرل شوي چې کرونګرو ۱۴۰ کیلوګرامه زعفران راټول کړي دي.
د بلخ د کرنې چارو آمر ذبیح الله زوبین وايي:«سږکال زموږ حاصلاتو ۲۰ کیلو زیاتوالی موندلی. کابو ۱۴۰ کیلو ګرامه د زعفرانو تارونه به راغونډ کړي، چې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.» 
په کورنیو بازارونو کې د هرې کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۸۰ زره افغانۍ ده، په اوسني وخت کې بلخ ولایت کې ۳۳۰ مېرمنې او ۷۷۰ نارینه د زعفرانو په کرکیله بوخت دي.
کرونګره فرزانه وايي:«موږ خوشحاله یوو  چې دلته کار کوو. موږ زعفران راغونډولو او پاکوو او پلورو یې.»
په بلخ کې د زعفرانو کښت له ۱۳۸۷ کال راهیسې دود شول او کرونګرو د تریاکو پر ځای د زعفران کرلو ته مخه کړې ده.
په دغه ولایت کې یو شمېر کرونګرو په تېره بیا مېرمنې د زعفرانو د کښت په برخه کې د کرنې ریاست لخوا روزل شوې دي.
کرونګره حلیمه څرګندوي:«موږ ۲۰ تنه مېرمنې یوو او موږ روزل شوي یوو. له راغونډولو وروسته، هغه په کور کې پروسس کوو.»
د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې د دغه ولایت زعفران تر ډېره چین، هند، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادرېږي
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcgxu9qxak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته