د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیالۍ دفتر د مطبوعاتو مسول حبیبالله قویاش امریکا غږ ته وویل، چې دغو امریکايي او افغان نظامي چارواکو د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱مه) جوزجان ته سفر کړی دی.
هغه زیاته کړه: "په شمال کې د امنیت په اړه او د سولې د خبرو په تړاو د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال سره لیدنه کوي".
دا لومړی ځل دی چې جنرال میلر له جنرال دوستم سره په جوزجان کې ویني. د دغې لیدنې زیات جزئیات تر اوسه رسنیو سره شریک شوي نه دي.
دغو لوړپوړو افغان او امریکايي چارواکو په داسې حال کې جوزجان ته سفر کړی، چې نن د افغانستان په څوو شمالي ولایتونو کې د "ثبات او همپالنې" انتخاباتي ډلې پلویانو لاریونونه کړي دي.
د دغو لاریونونواکثره ګډونوال د جنرال دوستم په رهبرۍ د جنبش اسلامي ګوند غړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)