کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میلر له دوستم سره پر سولې او امنیت غږېدلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 قوس 1398 ساعت 18:38

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قوماندن جنرال سکاټ میلر او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له جنرال عبدالرشید دوستم سره په جوزجان کې لیدلي.



د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیالۍ دفتر د مطبوعاتو مسول حبیب‌الله قویاش امریکا غږ ته وویل، چې دغو امریکايي او افغان نظامي چارواکو د دوشنبې په ورځ د ډیسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱مه) جوزجان ته سفر کړی دی.
هغه زیاته کړه: "په شمال کې د امنیت په اړه او د سولې د خبرو په تړاو د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال سره لیدنه کوي".
دا لومړی ځل دی چې جنرال میلر له جنرال دوستم سره په جوزجان کې ویني. د دغې لیدنې زیات جزئیات تر اوسه رسنیو سره شریک شوي نه دي.
دغو لوړپوړو افغان او امریکايي چارواکو په داسې حال کې جوزجان ته سفر کړی، چې نن د افغانستان په څوو شمالي ولایتونو کې د "ثبات او همپالنې" انتخاباتي ډلې پلویانو لاریونونه کړي دي.
د دغو لاریونونواکثره ګډونوال د جنرال دوستم په رهبرۍ د جنبش اسلامي ګوند غړي دي.
 


د مطلب کود: 197023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197023/میلر-له-دوستم-سره-پر-سولې-او-امنیت-غږېدلی

آوا
  https://www.avapress.com