کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجلس ځينی وکیلان: د خلګو باور ترلاسه کولو لپاره، یو ځل بیا ټاکنې ترسره شی

11 قوس 1398 ساعت 19:16

مجلس ځينی غړۍ وایی چی د ولسمشریزو ټاکنو نهایی او لومړنۍ نتایجو اعلان ملی اعتماد ته زیان رسولی دی او اړتیا شته ترڅو د خلګو له لاسه تللی باور بېرته وګرځي.



آوا خبرګزاری-کابل: دا شمیر نمایندګان ننۍ عمومی ناسته کې وویل چی اوسنۍ شرایطو کې ټاکنو کمیسیون باندی خلګ بی باوره شوی دی او که دا کمیسیون څوک بریالی اعلان کړی، نه قبلوی.
نورزاد د نیمروز نماینده مجلس کې وویل چی که څه هم مخکې له دی هم هیواد اوسیدونکې ټاکنو کمیسیون باندی بی باوره وو؛ خو د ټاکنو لومړنۍ او نهایی نتایجو اعلان کې ځنډ دا باورونه نور هم ډیر کړی دی.
هغه زیاته کړه چی که کمیسیون ټاکنې نتیجه د هر نوماند په ګټه اعلان کړی؛ هم د خلګو د قبول وړ نه دی.
دا خبری په داسی حال کې مطرح کیږی چی مخکې له دی ګلبدین حکمتیار هم د ریاست جمهوری نوماندانو څخه د ټاکنو بیاترسره کېدل غوښتی دی.
 


د مطلب کود: 197028

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197028/مجلس-ځينی-وکیلان-د-خلګو-باور-ترلاسه-کولو-لپاره-یو-ځل-بیا-ټاکنې-ترسره-شی

آوا
  https://www.avapress.com