دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 197034
د مالیې وزارت چارسمبالی ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نشو
د مالیې وزارت چارسمبالی(سرپرست) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په اړه سپیناوي ته غوښتل شوی و؛ حاضر نشو.

ولسي جرګې د مالیې وزارت چارسمبالی همایون قیومي د تېر کال د پراختیایي بودجې د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په تړاو ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره غوښتی و؛ خو هغه دې ناستې ته حاضر نشو.
 د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ملت پانګه په پراختیایي بودجه کې لوټ شوې او حکومت دې په دې برخه کې سپیناوی ورکړي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د ښاغلي قیومي پدې کړنه نیوکه کوي او وایي، د دې چارواکو په جیبونو کې تل د الوتکو تکتونه وي، چې د سفر پر پلمه استجوابیه ناستو ته نه حاضریږي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون مشر محمد عظیم محسني ویلي؛ د قطعیې د څېړلو او د تېر کال د بودجې د لګښت پر څرنګوالي په ولسي جرګه کې له بحث وروسته د دې جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون ویلي، په بودجه کې ډېرې سرغړونې شوي او یوازې په ۹۱ کود کې دوه میلیارد و څلور سوه میلیون افغانۍ په ناقانون ډول لګیدلي دي.  
د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي، چې د بودجې د پیسو بېځایه لګول لوټ دی او د خلکو د دې لوټ شویو افغانیو په تړاو به غلي پاتې نشي. 
د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني وایي؛ باید پخپله وزیرد ملت له پاڼګې د لوټ شویو افغانیو ځواب وړاندې کړی وای.    

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمود نصرت ویلي، چې بېځایه لګول شوې افغانۍ د اندېښنې وړ دي او د دغو افغانیو راپور باید مرستندویو هېوادونو ته هم ورورسیږي.
د ولسي جرګې د کابل استازي رمضان بشردوست څرګنده کړې؛ هغو کسانو، چې له قانونه سرغړونه کړې باید د اساسي قانون ۶۹ ماده پرې پلې شي، چې د حکومتي لوړپوړیو چارواکو د راغوښتنې په اړه ده.
په همدې حال کې د ولسي جرګې دا غړي ټینګار کوي؛ بودجوي واحدونه، چې د بودجې په لګولو کې بې پروا دي او ډېرې افغانۍ یې بېځایه لګولي، باید تر څارنې لاندې ونیول شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtaevxuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته