دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۴
د مطلب کود : 197035
د ژمنو ماتول؛ د بیا شمېرل شویو رایو پایلې بیاهم اعلان نه شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د دې سربېره چې ټاکل شوې وه د دغه بنسټ دارالانشا د ۲۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو پایلې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۰مه) مشرتابه غړو ته ورکړي، خو دا کار ونه شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه کمېسیون دارالانشا به د ۲۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو د پایلو بشپړ رپوټ د همدې ورځې په ماښام د کمېسیون مشرتابه ته ولیږي خو اوس د دغه کمېسیون غړي وايي د دې بنسټ دارالانشا تراوسه دا رپوټ نه دی ورلېږلی.
د دوشنبې په ورځ هم له هڅو سره سره رسنۍ ونه توانېدې په دې اړه د کمېسیون له غړو لازم جزیات ترلاسه کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس د دغه کمېسیون د رییسې د څرګندونو پرخلاف چې د پنجشنبې په ورځ یې اعلان وکړ د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرل پای ته رسېدلي وايي د رایو دغه بیا شمېرنه د شنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«موږ له تخینکي پلوه تېره ورځ نه وړمه ورځ تول هغه فورمونه چې له ۲۷ ولایتونو رارسېدلي وو، بیا شمېرنه پای ته ورسېده، تېره ورځ او نن مو پر تخنیکي رپوټ کار کوه او هېڅه کوو چې ډېر ژر بشپړ او مشرتابه غړو ته یې واستوو.»
له بلخوا یو شمېر څارونکي چې په کمېسیون کې د رایو له بیا شمېرلو څارنه کوي کمېسیون خلکو ته د سمو مالوماتو په نه ورکولو تورنوي.
د فیفا بنسټ رییس یوسف رشید وايي:«زموږ اندېښنه دا ده، هر څومره چې دا بهیر اوږدېږي په هماغه اندازه د ناورین او کړکېچ رامنځته کېدل تر نظره کېږي.»
د رڼو ټاکنو بنسټ څارونکی ناصر ناصري زاده څرګنده کړه:«رپوټ هغه مهال حقوقي او تخنیکي اساس او بنسټ لري چې د څارنې له پلوه بشپړه روڼتیا ولري. چې موږ تراوسه نه پوهېږو چې کمېسیون څه کړي او څه به وکړي.»
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه وشوې خو د دوو میاشتو په تیریدو تراوسه د دغو انتخاباتو پایلې نه دي اعلان شوې. د دغو ټاکنو رایې څه د پاسه یو مېلیون او اته سوه زره بلل شوي خو یو شمېر ټاکنیزې ډلې کابو درې سوه زره رایې تقلبي بولي او په اوو ولایتونو کې یې د رایو د بیا شمېرلو مخه نیولې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae0n6m49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته