دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 197055
د شهیدانو او معلولینو ۱۵۰ زره وارثینو ته د ATM بانکي کارتونه وېشل شوي دي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، په ۱۳۹۸ کال کې د معلولینو د پیاوړتیا، د بایومټریک سیستم د پلي کېدو، له اداري فساد سره د مبارزې، د اصلاحاتو پلي کېدو او د تفاهم لیکونو د لاسلیک کېدو په برخه کې د خپلو پروګرامونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
دغه وزارت دشهیدانو او معلولینو د وارثینو د ټولنیزې، اقتصادي، زده کړو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د ملاتړ په موخه، له دولتي ادارو او موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه، لاسلیک کړي دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، لعل الدین اریوبي، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو لپاره د کار موندنې، ظرفیت لوړونې، تحصیلي بورسونو، اقتصادي اوفرهنګي ملاتړ په برخه کې یې له وزارتونو او دولتي ادارو سره ۲۸ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو وارثینو ته د وړیا زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره، په کابل کې له ۸ خصوصي پوهنتونونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او دغه راز د DSCG له ۱۱ موسسو سره چې د معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ په برخه کې کار کوي، هم تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
په مرکز کې د نظامي شهیدانو د وارثینو بایومټریک کېدل چې د ۱۵ سلنې په شاوخوا کې بشپړ شوي او تر دې دمه ۱۹۰۰ تنه پېژندل شوي چې په شرایطو برابر ندي، حقوقو ته د اسانه لاسرسي په موخه؛ د شهیدانو او معلولینو ۱۵۰ زره وارثینو ته " اې ټي ام " کارتونو ثبت او وېشل او په ۲۰ ولایتونو کې د ۱۲۰ زره بانکي حسابونه بیا ارزونه؛ د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کړنې دي.
اریوبي ټینګار وکړ چې دغه وزارت له اداري فساد سره د مبارزې، د سرغړونکو د پېژندنې، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو د پلي کېدو او د رڼې او حساب ورکونکې ادارې د رامنځته کېدو په برخه کې کلک هوډ لري.
د تدقیق او څېړنې د کمېټې لخوا په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو د وارثینو د ۷۰ سلنه وثیقو او اسنادو څېړنه، په مرکز او ولایتونو کې د قانون پنجو ته د هغو ۱۰ کارکووونکو سپارل چې په اداري فساد کې ښکېل وو او لویې څارنوالۍ ته د ۹ نسبتي دوسیو لېږل، د شهیدانو بالغو وارثینو او مړو شویو معلولینو ته د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو له ورکړې څخه مخنیوی او د دوو خیالي او تقلبي کارتونو له لرونکو کسانو څخه د ۵ میلیونه افغانیو راګرځول او د دولت بودجې ته د هغو سپارل؛ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت که څه هم پر دغه وزارت د ځانمرګي برید له پېښې وروسته، د سیستمونو بیا فعالولو، دفترونو د تنظیم او د کارکوونکو د استخدامولو په خاطر له یوه لنډ مهالي کاري ځند سره مخ شو؛ خو ویې کولای شول چې بیاځلي خپل فعالیتونه پیل کړي. له یوې مرجع څخه د خدمتونو د وړاندې کولو د مرکز او کال سنټر رامنځته کول، په لسو ولایتونو کې د بایومټریک د پروسې پلي کول، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو د میکانیزم طرحه او تدوین، شکایتونو ته د رسېدنې د ټلیفوني او آنلاین سیستم پراختیا، معلولینو ته د مصنوعي غړو د برابرولو او وېشلو له مرکزونو سره د فزیکي پیاوړتیا د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په موخه د تفاهم لیک د مسودې چمتو کول، د معلولینو د پیاوړي کولو د هر اړخیز مرکز بیارغونه او د هېواد په کچه د معلولینو لپاره د ارامتیا ځایونو ته پراختیا ورکول، د دغه وزارت د پلي کېدو په حال کې د پروګرامونه برخه جوړوي. د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، د شهیدانو او معلولینو د وارثینو له مادي او معنوي حقونو څخه ملاتړ او د یوې ظرفیت لرونکې، پر الکترونیکي سیستم سمبال، رڼې او د قوانینو پر پلي کېدو د څارنې، خپلواکې، تخصصي او د ملي او نړیوالو نورمونو پر اساس د ځواب ورکونکې ادارې رامنځته کېدو ته ژمن دی.
https://avapress.com/vdccpmqsp2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته