دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 197057
د نړیوال بانک د ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لېدنه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلالتمآب ادریس زمان پرون تر غرمې وروسته، د امنیت، پراختیا او د ترېنګلو حالاتو په برخو کې د نړېوال بانک له ځانګړي استازي ښاغلي البرت جرارډ کوئندر سره ولېدل.
دنړېوال بانک استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په افغانستان کې د دې بانک د فعالیتونو په تړاو بحث وکړ.
ښاغلي کوئندر ښاغلي ادریس زمان ته څرګنده کړه چې نوموړی پدې خاطر له افغانستان څخه لېدنه کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د نړیوال بانک قعالیتونه د پراختیا او امنیت په برخه کې د دولت برنامو ته په پام سره  د دې هېواد له اړتیاو سره موازی دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د نړیوال بانک  له استازي څخه د هرکلي او هغه ته د ښه راغلاست وئیلو په ترڅ کې  سولې لپاره د افغانستان د هلو ځلو لکه د سولې ۷ ماده ييز پاان په اړه، او پدې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي دریځ په تړاو ښاغلی کوئندر ته مالومات وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، تر ۷ ماده ييز پلان لاندې د سولې راوستلو لپاره سیمه ییزو هېوادونو سره د حکومت د پلان شویو فعالیتونو او همدغه راز د سیمې په کچه  او له سیمې ورآخوا د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټينګولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادمحوره بدلون په تړاو، ښاغلي کوئندر ته مالومات  وړاندې کړل.
همدغه شان دواړو لورو د راتلونکو مسئلو په اړه لکه سولې لپاره د بین الافغاني خبرو اترو او له سولې وروسته د بیاځلي ادغام د بهیر په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي کوئندر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې نړیوال بانک به یوه سولمن او په ځانبسیا افغانستان ته د رسیدو لپاره،  په دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام او له پرمختیايي پلانونو څخه  ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcenf8zfjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته