دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 197060
ټرمپ: افغانستان ته خپل لومړنی سفر ډېر بریالی بللی دی
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ لندن کې د ناټو غونډې ته تر روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “افغانستان ته ولاړم، خوښ مې شو. تاسو پوهیږی چې هغه (سفر) ښه و.”
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې یې له یو شمېر خلکو سره عالي ملاقتونه درلودل. هغه په مشخص ډول د ولسمشر غني سره د خپل ملاقات یادونه کړې او د هغه د ملاقات څخه د خوښۍ ترڅنګ دا يې هم ويلي، چې له ولسمشر غني سره يې ليدنه ډېره عالي او په يو لړ مهمو مسايلو يې ورسره خبري شوي دي.
https://avapress.com/vdciqyazut1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته