کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: افغانستان ته خپل لومړنی سفر ډېر بریالی بللی دی

12 قوس 1398 ساعت 11:53


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ لندن کې د ناټو غونډې ته تر روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “افغانستان ته ولاړم، خوښ مې شو. تاسو پوهیږی چې هغه (سفر) ښه و.”
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې یې له یو شمېر خلکو سره عالي ملاقتونه درلودل. هغه په مشخص ډول د ولسمشر غني سره د خپل ملاقات یادونه کړې او د هغه د ملاقات څخه د خوښۍ ترڅنګ دا يې هم ويلي، چې له ولسمشر غني سره يې ليدنه ډېره عالي او په يو لړ مهمو مسايلو يې ورسره خبري شوي دي.


د مطلب کود: 197060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197060/ټرمپ-افغانستان-ته-خپل-لومړنی-سفر-ډېر-بریالی-بللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com