کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولس ږغ سياسي بهير غړو او ولسي مشرانو په هيواد کي د جمهوري نظام ملاتړ وکړ

12 قوس 1398 ساعت 12:27


د  ولس ږغ سياسي بهير له لوري په کندهار کي د ديني عالمانو، ولسي مشرانو، مخورو، د ولايتي شورا يو شمېر غړو په يوه خبري کنفرانس په هيواد کي د موقت حکومت سره سخت مخالفت وښود.
د دوی د يوشمېر سياسي ډلو وغوښتل، چي د ټاکنو پايلو ته دي احترام وکړي او د ولس په سرنويشت دي لوبي نه کوي او د خپل جمهوري نظام ننګه دي وکړي.
د ولس ږغ سياسي بهير له لوري د دوشنبې په ورځ يو خبري کنفرانس جوړ سوی وو، چي پرمهال يې د کندهار د ولايتي شورا غړو، د ولس استازو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او بانفوذه اشخاصو برخه پکښي اخيستې وه.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله خان شېردلي او عطاالله عطا وويل، ۱۸ کاله مبارزه او لاسته راوړني، سوي انتخابات، د خلکو ګډون او اوس بيا د يوشمېر سياسيونو له لوري موقت حکومت رامنځ ته کول د پرديو د استخباراتو يوه دسيسه ده، نوموړو يې سخت مخالفت وکړ.
دوی ټينګار وکړ، چي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دي ژر تر ژره د ټاکنو پايلي اعلان کړي، څو وروسته تر هغه په هيواد کي د واقعي سولي لپاره کار پيل سي.
د جمهور رئيس سلاکار مسعود اخندزاده، عزت الله واصفي، تورن نېک محمد او معلم صاحب عبدالرحيم هم خبري وکړې او هيواد کي يې د باعزته او واقعي سولي لپاره د ولس او سياسيونو پر يوالي ټينګار وکړ.
دوی وويل، ولس د خپل اسلامي او جمهوري نظام ملاتړ کوي او غوښتنه کوي، چي د انتخاباتو پايلي دي ژر تر ژره اعلان کړل سي، څو وروسته په هي،اد کي د باعزته سولي او ثبات لپاره کار وسي.

ويناوالو ټينګار وکړ، چي په هيواد کي موقت حکومت په هيڅ صورت ورته د منلو وړ نه دئ او په دغه برخه کي هغه سياسي کړۍ کار کوي، چي خپل ګټي پکښي ويني، خو ولس نور هم د کړاوونو سره مخ کوي.
هېره دي نه وي، چي د غونډي په وروستيو کي د ولس ږغ سياسي بهير له لوري يو پرېکړه ليک هم ولوستل سو او په هيواد کي د باعزته سولي، د انتخاباتو د پايلو د ژر اعلان، د موقت حکومت د نه غوښتلو او په سوله کي د لوی کندهار د خلکو پر ونډه ټينکار پکښي سوی وو.


د مطلب کود: 197063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197063/د-ولس-ږغ-سياسي-بهير-غړو-او-ولسي-مشرانو-په-هيواد-کي-جمهوري-نظام-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com