دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 197067
ټرمپ د افغانستان په هکله معلومه ستراتیژۍ نلری
د امریکا د پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او څیړاند ډانیل سیرور(Daniel Serwer ) وویل سپینه ماڼۍ اوس هم د افغانستان له ډیر لګښته او اوږد جنګ څخه د وتلو لپاره ستراتیژۍ نلری . هغه د افغانستان له جنګ څخه د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په جاجولو سره وویل هغه په دې هکله کوم کوټلی سیاست نلری .

د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو په ښوونځی کښې د جنګ د مدیریت د پروګرام مدیر(director of the Conflict Management) ډانیل سیرور وویل افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر او د خپل هیواد له پوځیانو سره دهغه کتنه له سیاسی مشکلاتو او داخلی نیوکو څخه د تښتې لپاره وه  ځکه چې ټرمپ هیڅکله په جنګ کښې له ښکیلو عسکرو سره کتنه نه  وه کړی .
هغه وویل په بګرام هوایی اډې کښې د امریکا له عسکرو سره د  ولسمشر ټرمپ کتنه په اساسی ډول په داخلی انګیزې سره وه  او د افغانستان له بدلونونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود .
د امریکا دپوهنتون دغه استاد ډانیل  سیرور بیا ډاګینه کړه د افغانستان او له طالبانو سره دخبرواترو په هکله د ولسمشرټرمپ  او د هغه د سلاکارانو ترمینځ هیڅ ډول غږملتیا نشته .
https://avapress.com/vdcfvedyew6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته