دغه توپانونه چې د کاموري په نوم سخت ورښتونه هم ورسره مل دي د د سې شنبې په ورځ د فلیپین د سرسګن ښار څخه د کوزون ولایت له لارې ددغه هېواد مرکزي ښار مانیلا ته ننوت چې اوسمهال یې خلک ډیر زیانمن کړي.
فلیپني رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د توفان د لا ډیریدو امکان شته او تر اوسه ددغه توفان له امله سګونه ودانۍ ویجاړې شوي او سلګونه زره نور خلک د خپل ژوند د خوندي کولو په موخه د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي.
ددغه هېواد د هوا پیژندنې ادارې د مالوماتو په اساس د توفان شدد په یو ساعت کې تر ۱۵۵ کیلو مترو پورې رسیږي او البې ولایت کې یې د شددت له امله هوايي ډګر هم تړل شوی.
فلیپین د اسیا له جنوب ختیځو هېوادونو له ډلې دی، چې د کال په جریان کې وخت ناوخت له موسمي توفانونو او ورښتونو سره مخ وي او له امله یې دغه هېوا کې خلکو ته سر او مال زیان اوړي.