دغه توپانونه چې د کاموري په نوم سخت ورښتونه هم ورسره مل دي د د سې شنبې په ورځ د فلیپین د سرسګن ښار څخه د کوزون ولایت له لارې ددغه هېواد مرکزي ښار مانیلا ته ننوت چې اوسمهال یې خلک ډیر زیانمن کړي.
فلیپني رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د توفان د لا ډیریدو امکان شته او تر اوسه ددغه توفان له امله سګونه ودانۍ ویجاړې شوي او سلګونه زره نور خلک د خپل ژوند د خوندي کولو په موخه د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي.
ددغه هېواد د هوا پیژندنې ادارې د مالوماتو په اساس د توفان شدد په یو ساعت کې تر ۱۵۵ کیلو مترو پورې رسیږي او البې ولایت کې یې د شددت له امله هوايي ډګر هم تړل شوی.
فلیپین د اسیا له جنوب ختیځو هېوادونو له ډلې دی، چې د کال په جریان کې وخت ناوخت له موسمي توفانونو او ورښتونو سره مخ وي او له امله یې دغه هېوا کې خلکو ته سر او مال زیان اوړي. سی شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴