کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو مشرانو افغانستان کې ددغه سازمان د ماموریت پر ملاتړ ټینګار وکړ

12 قوس 1398 ساعت 16:39

د ناټو مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د تروريزم پر ضد د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټينګار وکړ.



د ناټو نظامي سازمان مرستيال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت مخه ونيسی.
ښاغلي کزالي وویل، ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه: "مهمه دا ده چې طالبان په ریښتونې ژمنې سره د مذاکراتو مېز ته کښیني. په دې معنا چې مصالحې ته حاضر شي او یو شمېر مسایل ومني. که داسې وشي، د سولې توافق ته به ښه فرصتونه برابر شي."
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر بریالی وباله.
ولسمشر ټرمپ د خپل سفر پر مهال اعلان وکړ چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بېرته پیل شوي دي.
ناټو په دې اړه د روسیې او چین په ګډون د سیمې له هېوادونو غواړي چې د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.


د مطلب کود: 197097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197097/د-ناټو-مشرانو-افغانستان-کې-ددغه-سازمان-ماموریت-پر-ملاتړ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com