دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 197098
هیله ده د ټاکنو پایلې ټول اړخونه ومني ـ جرمني دفاع وزیره
د جرمني د دفاع وزیره انګرت کرمپ کارنباور وايي، هیله لري، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.
اغلې کارنبارو نن سې شنبه د ډیسمبر پر۳مه«لېندئ۱۲مه» افغانستان ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا کې هیله وښودله، چې د یادو ټاکنو پایلې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي.
د جرمني د دفاع وزیرې زیاته کړه:"موږ هیله لرو، چې د ټاکنو پایلې داسې اعلان شي، چې ټول سیاسي اړخونه ورسره موافق وي."
نوموړې هیله وښودل، چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته داسې یو حکومت رامنځته شي، چې د سولې خبرو روان بهیر نور هم پیاوړی کړي.
هغه پر داسې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي، چې دغه پایلې د تېرو شاوخوا دوو میاشتو راپدېخوا لا نه دي اعلان شوي او په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حقپرست نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې د یادو دفترونو د بېرته خلاصولو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.
د جرمني د دفاع وزیرې لوموړی په بلخ ولایت کې له خپلو مېشتو سرتېرو سره ولیدل او وروسته یې کابل ته سفر وکړ.
اغلې کارنبارو زیاته کړه، چې جرمني د سولې په اړه د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې روان کال د جرمني او قطر په کوربتوب په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول.
ولسمشر غني هم دغه کنفرانس ته وینا کې د افغان سولې په برخه کې د جرمنې هڅې اغېزمنې وبللې او د دغه هېواد مرستې وستایلې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhaevouqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته