دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 197108
د هېواد په شمال کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د پلویانو لاریون
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ۳۰۰ زره رایو د باطلېدو لپاره چې د هغوی په اند نامعتبرې دي، لاریون وکړ.

هغوی ګواښ وکړ که چېرې له پاکو رایو د ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره د دوی غوښتنې ونه منل شي او بې پروايي وشي په لا پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
یو تن معترض په دې اړه وايي:«موږ ته باید یو پاک مشر راشي، موږ ناپاک مشر نه غواړو.»
یو تن بل معترض هم زیاتوي:«خپله رایه مو استعمال کړه موږ له هغه ملاتړ کوو، باید تقلبي رایې حساب نه کړي.»
دغه اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي که له پاکو د ناپاکو رایو د بېلولو په اړه د دوی غوښتنو ته پام ونه شي هېواد به له کړکېچ سره مامخ شي.
د سرپل د ولایتي شورا رییس نور محمد رحماني په دې اړه وویل:«ژر ر ژره دې ۳۰۰ زره تقلبي رایې باید مالومې شي، د ټاکنو د رایو د لوړې ګچې له مالومېدو سره د څارونکو په شتون کې د رایو بیاځلې شمېرنه پيل شې، دا پایله دې د افغانستان خلکو ته اعلان کړي.»
په سرپل ولایت کې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویانو لاریونونه وکړل.
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد څرګنده کړه:«لاریونونه، مدني حرکتونه د افغانستان د خلکو مسلم حق او موږ هېچا ته نه دي ویلي چې لاریون مه کوئ او یا هم وکړئ، خو هغه مسله چې زموږ د هېوادوالو په امنیت پورې اړه لري او د افغانستان په هره برخه کې چې وي، موږ هغه ته ژمن یوو چې د هېوادوالو امنیت تامین کړو.»
له کابل وروسته په تېرو څو ورځو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ثبات او همپالڼې ټاکنیزې ډلې د پلویانو لاریونونه وشول.
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcbgzb8wrhb98p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته