د امنیتي ادارو مشرانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د بمي حملې په اړه پرون د خپلو پلټنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت لا ټینګولو غوښتنه کړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 قوس 1398 ساعت 18:35
د امنیتي ادارو مشرانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر د بمي حملې په اړه پرون د خپلو پلټنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دې حملې په نتيجه کې یوه نیمه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو یوه بهرنی کارکوونکی انیل راج ووژل شو.
د امنیتي ادارو په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په مشرۍ پلاوي هم حضور درلود.
ښاغلي یاماموتو د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دې سازمان د کارکوونکو د امنیت لپاره دې امنیتي تدابیر زیات کړي.
تېره اونۍ د کابل ښار په مکروریان سیمه کې د ملګروملتونو پر یوه موټر د لاسي بم د حملې په پېښه کې د دې سازمان یو بهرنی کارکوونکی ووژل شو.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي، ښاغلي یاماموتو د دوشنبې په ورځ له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د امنیتي ارګانونو مسوولان هم حاضر وو، د دې سازمان د تاسیساتو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د لازیاتو تدابیرو غوښتنه وکړه.
د مطلب کود: 197112