دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۴۷
د مطلب کود : 197123
طالبانو د سرپل کوهستانات اوسیدونکې ګروګان نیولی
اسدالله خرم، د سرپل ولایتی شورا غړۍ آوا خبرنګار ته وویل: کوهستانات خلګ طالبانو بندیخانه کې وخت تیروی او ددی ډلې ظلم څخه په سر راغلی دی.

دوه ورځي مخکې د جرغان کلۍ اوسیدونکې د طالبانو په وړاندی لاریون کړی دی خو د طالبانو نظامی ځواک سره هغوی غږ خاموش شوی دی او ۴ تنه د لاریون کوونکو څخه وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
لاریون کوونکې دوه ورځي مخکې د سرپل جرغان کلۍ کې وروسته ددی شروع شوه چی طالبان غوښتل خلګو دکانونه د یو کلۍ څخه بل کلۍ ته ولیږدوی او دا ولسوالی نظامی پایګاه باندی بدل کړی.
خلګ په ډير خشم سره، د طالبانو نومول شوی ولسوال موټر په ډبرو او لرګیو سره تخریب کړ او طالبانو د ډزو په کولو سره ۴ تنه لاریون کوونکې د یو کوچنی په ګډون ووژل او څلور تنه نور ټپیان کړل.
کوهستانات ولسوالی څلور کاله مخکې طالبانو په لاس سقوط وکړ چی تراوسه هیڅ اقدام د بیانیولو لپآره یی نه دی ترسره شوی.
خرم وایی: طالبان خپل ټول مخارج د ملکی او فقیر خلګو څخه په زور اخلی او هیڅ څوک د هغوی سره مخالفت توان نه لری.
خرم زیاته کړه: عشر زکات، د پیسو لیږد، جنګونو ته د خلګو په زور بیول او نور ډیر ظلمونه د طالبانو له لوری کوهستانات خلګو باندی ترسره کیږی.
خرم وویل چی هر وخت د کوهستانات اوسیدونکې د هغه سره په اړېکه کې وایی چی څه وخت دولت هغوی ددی وضعیت څخه ژغوری او پاکسازی عملیات ترسره کوی.
خرم زیاته کړه: دولتی کلینکونه د طالبانو په اختیار کې دی او د دواوو او امکاناتو څخه یی د خپل سرتیرو او ټپیانو تداوی لپاره استفاده کوی.
 
https://avapress.com/vdciryazpt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته