دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۵۷
د مطلب کود : 197125
د دایکندی اشترلی ناامنی او د عشر راټولول د غیری مسئول وسله والو له لوری
د دایکندی ولایت اشترلی ولسوالی اداره مسئولین خبر ورکوی چی غیری مسئول وسله وال د خپل مخارجو او باندونو لپاره عشر راټولوی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-دایکندی: د یو کال راهیسی غیری مسئول ډلې په اشترلی دره، پیتاب او بغل کندو کې د بی بضاعت او فقیر خلګو څخه په زور عشر راټولوی.
د اشترلی ولسوالی اداره یو مسئول چی ونه غوښته نوم یی واخیستل شی افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته په تلیفونی اړېکه کې وویل: مُبلغ زادګان د یو کال راهیسی د خلګو څخه پيسی د عشر په نامه راټولول چی په تازګی سره مقابل مسلح ډلې هم دا اقدام باندی لاس وهلی چی دا خلګ سخت اندیښمند کړی دی.
هغه زیاته کړه: دا موضوع د دایکندی سیمه ییز اداره او اړوند مقاماتو سره هم شریک شوی دی.
د اشترلی ولسوالی اداره مسئول خبر ورکړی چی ددی ولسوالی متنفذین، سپین ږیری، مدنی ټولنه او خلګ د اشترلی ولسوالی اداره سره هماهنګ شوی ترڅو د غیری مسئول مسلح ډلو له لوری عشر راټولولو مخه ونیسی.
 
https://avapress.com/vdcau0n6m49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته