دا دکندهار موزيم دی، دلته د ډبرو دورې څخه نېولې، تر برونزو، کوشانيانو، باختري ، اسلامي او معاصري دورې پوري ډول- ډول تاريخي او لرغوني اثار ساتل کيږي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حکمت الله افغان ملي ټلوېوزيون سره خبرو کي وویل، چي د تېرو شپږو دورو څخه شاوخوا ۸۵۰ ډوله تاريخي توکي لري، چي بيلابيل ډولونه لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زیاته کړه، چي د موزيم سره د خلکو همکاري زياته ده او ډېری مهال خلکو ورسره بيلا-بیل ډوله تاريخي آثار شريک کړي دي.
نوموړي وویل، چي په موزيم کي پراته تاريخي اثار ديوې ټولني تېر تاريخ تمثيلوي، چي په وينا يې بايد هيوادوال د موزيم د غنا لپاره همکاري وکړې او پيداکېدونکي تاريخي آثار شريک کړي.
د کندهار موزيم ته هره ورځ ګڼ شمېر کسان د تاريخي آثارو او لوښو دليدني لپاره راځي.
دلته راغلو څو کسانو له ملي ټلوېزیون سره خبرو کي وویل، چي ډېر خوښ دي په کندهار کي د تاريخي آثارو د ساتلو دغه ډول موزيم لري.
بايد وویل سي، چي د کندهار موزيم د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي په ۱۳۸۱ کال کي پرانيستل سوو، چي له هغه راهسي ورته بيلا-بيل ډوله تاريخي آثار ور زيات سوي دي.