دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 197140
مرستندویه مؤسسې دي لیري پرتو سیمو او ولسوالیو ته پاملرنه زیاته کړي
دغه څرګندوني مرستیال والي عبدالحنان منیب د سې ‌شنبې په ورځ ولایت مقام کي دACBARیا د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو ادارې سره په تعرفي لیدنه کي وکړې.
د ليدني پرمهال یو شمېر سکټوري رئيسانو او د مرستندیه مؤسسو مسؤلینو او استازیو هم ګډون کړی وو.
د لیدني په پیل کي د ACBAR مؤسسې حوزوي مسؤلي Ms. Fiona Gall وویل، ACBAR مؤسسه دا مهال د کندهار په شمول په ننګرهار، هرات، کندوز او مزار ولایتونو کي د بشري مرستو او پرمختیايي چارو په برخو کي کار کوي.
اغلي Gall زیاته کړه، دغه مؤسسه د ټول هېواد په کچه ۱۵۲ داخلي او خارجي مؤسسو سره همغږي لري، چي په کندهار کي به هم د ۳۳، چي ۱۸ یې نړیوالي او ۱۵ داخلي انجوګانو سره د همغږۍ او تفاهم له مخي خپل پروګرامونه او پروژې پيل کړي او په اړوند برخه کي یې د ولایتي ادارې څخه د همکارۍ غوښته وکړه.
مرستیال والي عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال د یادي مؤسسې د فعالیتونو د پیل هرکلی وکړ او مننه یې وکړه، چي د بشري مرستو او پرمختیايي چارو په برخه کي ټولني ته د خدماتو د وړاندي کولو هوډ لري.
نوموړي د اکبر مؤسسې مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چي ولایتي ادارې او سکټوري ادارو سره په همغږۍ دې خپلي چاري ترسره کوي او په خپل تشکیل کي دي د جنوبي حوزې مسلکي کادرونو او ځوانانو ته د ګمارني لومړیتوب ورکړي.
ښاغلي منیب پر مرستندویه مؤسسو غږ وکړ، چي د خپلو فعالیتونو په ترڅ کي د تکراري پروژو مخه ونیسي او هغو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته پاملرنه زیاته کړي، چي له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې هېڅ پرمختیايي چاري پکښي نه دي ترسره سوي.
مرستیال والي د پروژو د تطبیق زمیني برابرول ترڅنګ یو شمېر نورو برخو کي مرستندویه مؤسسو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdchkqnzv23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته