کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي د کليوالي توليداتو درې ورځنی لوی نندارتون پرانيستل سوو

13 قوس 1398 ساعت 12:29


په دې نندارتون کي د افغانستان د اوو زونونو څخه د شپاړلس ولايتونو کليوالي توليدات نندارې ته وړاندي سوي دي.
دغه نندارتون د کليو او پراختيا وزارت تر چتر لاندي د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا د ملي پروګرام لخوا پرانيستل سوی، چي پکښي د شپاړلس ولايتونو بېلابيل کليوالي توليدات نندارې ته وړاندي سوي دي.
په دې نندارتون کي د کندهار انار او لاسي خامک، د هرات زعفران، د بدخشان لاجورد، د باميان کليوالي جامې او دې ته ورته د نورو ولايتونو لاسي او زراعتي توليدات او محصولات نندارې ته وړاندي سوي دي.
د کندهار مرستيال والي وايي د دې نندارتون د پرانيستي هدف کليوالي توليداتو ته بازار پيداکول او د خپلو داخلي توليداتو څخه د هيوادوالو خبرول او استعمال ته هڅول دي.
د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا د ملي پروګرام اجرايوي مشر رحمت الله قريشی وايي دوی هڅه کوي، چي کليوال توليدات لومړی خپلو هيوادوالو ته ور وپېژني؛ وروسته ئې معياري کړي او بيا ئې د نړيوالوبازار د پيداکولو هڅه کوي.
د نندارتون ګډونوال وايي دغه ډول نندارتونونه نه يوازي دا، چي اقتصادي ارزښت لري ترڅنګ ئې د ولايتونو اړيکي قوي کيږۍ او اوسېدونکي ئې د يو بل په کلتور ښه پوهيږي.
دغه نندارتون به درې ورځي د ښاریانو پر مخ پرانيستی وي، چي وروستۍ ورځ ئې يوازي د ښځو لپاره ځانګړې سوې ده.


د مطلب کود: 197141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197141/کندهارکي-د-کليوالي-توليداتو-درې-ورځنی-لوی-نندارتون-پرانيستل-سوو

آوا
  https://www.avapress.com