دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 197142
د کندهار يو شمېر ځوانان ځکه له عصري زده کړو بې برخه وه، چي په وينا ئې په لوړ فيس ورکولو ئې وس نه رسېدئ، خو اوس ئې تر ډېره حده پوري ستونزي حل سوي، د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د خپل احساس له مخي په خپلو شخصي امکاناتو ځوانانو ته د عصري زده کړو زمينه برابره کړې، د ځوانانو له پاره ياد کورسونه په اطلاعات او کلتور رياست کي جوړ سوي دي.
دلته راټول سوي زده کوونکي انګليسي زده کړه کوي، هلکان او نجوني دواړه، دوی تازه د انګليسي ژبي دزده کړي نوی کتاب شروع کړی، موده وړاندي ئې بل کتاب پای ته رسولی.
يادو زده کوونکو که څه هم د انګليسي ژبي زده کړه نيمی ته نه ده رسولې، خو ځيني ئې په انګليسي ژبه ښه خبري کولای سي.
د دې ټولګي يو هلک او بله نجلۍ موږ ته په انګليسي ژبه ږغېږي.
د انګليسي ژبي د همدې ټولګي بل زده کوونکی بيا د خپل ټولګي د زده کړو پر معيار راسره وږغېد، هغه له خپل ښوونکي مننه کوي، چي د انګليسي ژبي په ور زده کولو کي ډېر کوښښ ورسره کوي.
زده کوونکی زياتوي، چي ځکه دلته انګليسي وايي، چي فيس نه ورڅخه اخيستل کېږي، هغه د کندهار له مرستيال والي عبدالحنان منيب څخه مننه وکړه، چي دوی ته ئې د انګليسي ژبي د زده کړي ياد مرکز جوړ کړی، نوموړی زياتوي، چي له دې وړاندي د اقتصادي ستونزو په خاطر د انګليسي ژبي زده کړه ورڅخه پاته وه.
موږ د اطلاعات او کلتور رياست د غونډو يوه بل تالار ته ورغلو، اوس څه کم د ماځيګر پنځه بجې دي، دلته هم هغه نارينه او ښځينه زده کوونکي راټول سوي، چي د ټاپل له پاره امادګي ورته ويل کېږي.
د دوی استاد مسلکي او د انګليسي ژبي يو پياوړی کس دئ، هغه خپلو زده کوونکو ته د ټاپل له پاره د امادګۍ تدريس کوي.
له يوه زده کوونکي سره وږغېدم، نوموړی زياتوي، چي له دې وړاندي په کندهار کي د ټاپل له پاره د چمتوالی کورس نه وو، له مرستيال والي عبدالحنان منيب څخه ئې مننه وکړه، چي د ځوانانو دا مهمه اړتيا ئې په پام کي نيولې او ياد کورس ئې ورته برابر کړی دئ.
د دې ټولګي زده کوونکي د نورو ټولګيو په پرتله ډېر زيات دي، دا د ادارې او منجمينټ لنډ مهاله ټولګی دئ، دلته زده کوونکي د درو مياشتو په موده کي روزل کېږي، دوی ته د ادارې او منجمينټ لومړني او مهم مواد ور ښودل کېږي.
د ټولګي يو زده کوونکی ئې راسره وږغېد، نوموړی زياتوي، چي د ادارې او منجمينټ په ټولګي کي ئې ډېر اړين درسونه زده کړي دي.
نظام الدين لطيفي د يادو کورسونو چاري تنظيموي او هم د ادارې او منجمينټ ټولګي ښوونکی دئ، له هغه مي د يادو وړيا کورسونو په اړه مالومات وغوښتل، نوموړی ډېر په تفصيل ږغېدل، په خبره ئې ياد کورسونه د اړتيا له مخي جوړ سوي، د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب د ځوانانو د عصري زده کړو په برخه کي د ځوانانو ضرورتونه درک او ورسته ئې ياد وړيا کورسونه ورته جوړ کړل.
ښاغلی لطيفي زياتوي، چي د ادارې او منجمينټ دوې دورې ۳۵۰ زده کوونکي فارغ سوي او اوس درېيمه دوره شروع ده، نوموړی زياتوي، چي دلته ځوانانو ته انګليسي، عربي، د ټاپل امادګي، د کانکور له پاره چمتوالی او منجمينټ ور زده کېږي، چي ډېر ښه او په منظم ډول ئې چاري مخته رواني دي.
د اطلاعات او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر حافيظ الله پوپل د يادو کورسونو پر ارزښت راسره وږغېد، هغه له مرستيال والي عبدالحنان منيب څخه مننه وکړه، چي ځوانانو ته ئې د عصري زده کړو وړيا زمينه برابره کړې، نوموړی زياتوي، چي دا ډېر اړين او مهم کورسونه دي، چي د مرستيال والي عبدالحنان منيب په شخصي امکاناتو په اطلاعات او کلتور رياست کي جوړ سوي دي.
د کندهار له مرستيال والي عبدالحنان منيب سره مو هم مرکه وکړه، له هغه مو وپوښتل، چي ولي ئې ځوانانو ته په څو مهمو بخشونو کي د عصري زده کړو وړيا زمينه برابره کړې؛ ښاغلی منيب زياتوي، چي اکثره وخت به زده کوونکي په کانکور کي بې پايلي کېدل، اکثرو بيا د اقتصادي ستونزو په خاطر انګليسي ژبه نه سوای زده کولای، ځيني، چي به په ادارو کي په دندو وګمارل سول، د ادارې قوانين او اصول به نه ور مالومېدل او عربي ژبه هم له مهمو ژبو څخه ده، نو ځکه ئې د خپلو ځوانانو له پاره د احساس له مخي په دې مهمو برخو کي د وړيا زده کړو زمينه برابره کړه.
ښاغلي منيب د خپلو خبرو په دوام وويل، چي ځوانان دي له دې فرصته په ښه ډول ګټه پورته کړي، ځکه مهم کورسونه دي او مسلکي ښوونکي ورته ګمارل سوي دي.
د کندهار د مرستيال والي عبدالحنان منيب په شخصي امکانانو او هلو ځلو باندي د عصري زده کړو وړيا کورسونه په داسي حال کي جوړيږي، چي زيات شمېر کسان د اقتصادي ستونزو په خاطر نه سي کولای، چي عصري زده کړي وکړي، د ځينو کورسونو فيس ډېر لوړ وي، خو په ځينو کي بيا د معيار په نوم هيڅ هم نه وي، يوازي د زده کوونکو مياشتني فيس ته ورځي شمارل کېږي.
https://avapress.com/vdcjxaev8uqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته