دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 197143
د مېرمن روح ګل خاکسار د ژوند هنداري په نوم د شعري ټولګي مخکتنه وسول
په همدې موخه په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي یوه غونډه جوړه سوې وه، چي پکښي مرستيال والي عبدالحنان منیب، په ولسي جرګه کي د روزګان د خلکو استازي ميرمن ګلالۍ  محمدي، د ځينو سکتوري ادارو رئيسانو، شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينه والو ګډون کړی وو.
د ژوند هنداري په نوم د روح ګل خاکسار دوهمه ټوک شعري ټولګه چي د ۱۳۹۴ کالي راهسي د مالي امکاناتو د نشتون له امله ناچاپه پاته وه، اوس چاپ سول.
د ميرمن روح ګل د شعري ټولګي د چاپ مصرف په ولسي جرګه کي د روزګان د خلکو استازي ګلالۍ محمدي ورکړی، چي نږدې ۱۰۰۰ ټوکه چاپ سوی دی.
مرستيال والي عبدالحنان منیب د کتاب د مخکتني په غونډه کي له شتمونو هيوادوالو غوښتنه وکړه، چي له شاعرانو، ليکوالانو او د ادب دمينه والو د ناچاپه اثار د چاپ په برخه کي مالي مرستي وکړي.
په ولسي جرګه کي د روزګان د خلکو استازي ميرمن ګلالۍ محمدي بيا وویل، چي دشعر او شاعرې د پياوړتيا او ددې فرهنګي ډګر د مينه والو د هڅوني لپاره يې د روح ګل خاکسار د شعري ټولګي د چاپ مالي چارو ته اوږه ورکړل.
خپله شاعره روح ګل خاکسار وایي، چي له ډيري مودې يې د خپل شعري آثار دچاپ انتظار کاوه، خو اوس ډېره خوشحاله ده، چي دا خوب يې په حقيقت بدل سوو.
دې پر نورو شتمنو هيوادوالو ږغ وکړ، چي د هنر او فرهنګ د کور د پياوړتيا لپاره خپلي مالي مرستي درېغ نه کړي.
روح ګل خاکسار د عبدالوهاب خان مقري لور او دعبدالشکور خان لمسۍ اصلي د غزني ولايت دګيلان ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
دا په هلمند ولایت کي زېږېدلې ده، چي تر زده کړو وورسته يې د دولتي دندو ترڅنګ په شعر او شاعرۍ کي هم دپام وړ کار کړی دی.
https://avapress.com/vdcay0n6e49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته