کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي شل زره کوچنیان په فقر اوشاقه کارونو باندي اخته دي

13 قوس 1398 ساعت 15:04

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دکوچنيانو دڅانګي مسؤلين وايي، چي ددې تر څنګ يې د کوچنيانو په وړاندي د جرمنو په سلګونو قضيې ثبت کړي او په دې برخه کي يې د عدلي او قضايي ارګانونو څخه د برسۍ غوښتنه کړې.


ددې کمېسیون له لوري د ماشومانو نړيوالي ورځي په لمانځغونډه کي د هغه کوچنیانو یادونه هم وسوه چي د زده کړو څخه بې برخي دي.
په کندهارکي د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له لوري د کوچنیانو نړیواله ورځ ولمانځل سوه چي پر مهال یې وویل سوه په دې ولایت کي د یو لک په شاوخوا کي کوچنیان د زده کړو څخه بې برخي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کوچنیانو د څانګي مسؤل شمس الدین تنویروویل په کندهار کي شل زره کوچنیان په فقر او شاقه کارونو بوخت دي او ویې ويل، په جنګ کي د قرباني ماشومانو ۱۲۰ او جنسي زوروني اوه پېښي يې هم ثبت کړي چي په اړه یي امنیتي ځواکونو پر وخت اقدامات کړي دي.
ښاغلی تنویر وايي په تېر کال کي د کوچنیانو د تښتوني زیاتي پېښي ورسره ثبت دي چي په خبره یې د والدینو د نه پاملرني له امله ماشومان د جنګ، جنسي زوروني او احتطاف قربانیان دي.
نوموړي غوښتنه وکړه چي عدلي او قضايي ارګانونه دي د کوچنیانو پر وړاندي مجرمینو قضيو ته عادلانه رسیدګي وکړي.
دکوچنیانو نړیوالي ورځي په لمانځغونډه کي د پوهني ریاست ویاند نظر محمد صمیمي او دکار ټولنیزو چارو استازي طارق ودان هم په دې برخه کي د خپلو فعالیتونو په اړه خبري وکړې، چي له مخي یې د پوهني ریاست له لوري په دې ولایت کي ۱۷۳ ښوونځي او ۱۳ محلي ټولګي فعالیت کوي او د کار ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دوه ښوونځیو کي ۶۰۰ تنه کوچنیان په زده بوخت دي.
د کار ټولنیزو چارو ریاست استازي وویل چي ډېر ژر به په کندهار کي د ماشومانو شاقه کارونو او فقر د مخنوي لپاره اړوند ادارو سره یوځاي کارونه پیل کړي.
په ورته مهال د کندهار بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې مرستیال عبدالرحمن سجاد وویل چي کندهار کي زیات کوچنیانو په زهني معلولیت اخته دي چي د روزني او پالني لپاره یې امکانات کم دي.
د ماشومانو نړیوالي ورځي په دغه لمانځغونډه کي د دوه ښوونیزو مرکزونو د زده کوونکو تر منځ د ماشومانو د حقونو د پوهي په برخه کي زهني سیالۍ هم تر سره سوې.
 


د مطلب کود: 197144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197144/کندهارکي-شل-زره-کوچنیان-په-فقر-اوشاقه-کارونو-باندي-اخته-دي

آوا
  https://www.avapress.com