دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 197147
ننګرهار کې پر ډاکتر ناکامورا وسله وال برید شوی
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار په مرکز جلال اباد ښار کې د جاپانۍ خیریه موسسې PMS په رئیس ډاکتر ناکامورا او همکارانو يې نامعلومو وسله والو برید کړی چې له امله يې خپله ناکامورا سخت ټپي شوی او پنځه نور یې وژل شوي

.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه او ويې ویل چې د دې جاپانۍ موسسې مشر ډاکتر ناکامورا هم په برید کې ټپي شوی دی.
هغه د ډاکتر ناکامورا وضعیت هم ښه نه بولي.
وسله والو کسانو د جلال اباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د سهار شاوخوا اته بجې د ډاکتر ناکامورا په موټر ډزې کړې دي.
وژل شوي کسان د ډاکتر ناکامورا دری ساتونکي، د هغه موټر چلوونکی او یو بل ملګری یې دي.
ډاکتر ناکامورا له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځ خاصتاً ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګولو پروژې مخته وړلې چې د ښو خدمتونو په خاطر افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان تابعیت هم ورکړی و.
د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdceef8zfjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته