دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 197149
خلیلزاد: افغانستان کې د داعش پر ضد عمده پرمختګ شوی
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي لکه څنګه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یادونه وکړه په افغانستان کې د داعش – خراسان په ضد عمده پرمختګ شوی دی.
هغه دا خبره بیګاه په یوه ټوېټ کې کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بېلګه ده.
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دغه خاص استازي ویلي چې د امریکا/اییتلافي ځواکونو، افغان پوځ او دغه راز د ده په خبره د طالبانو له خوا د اغېزمنو عملیاتو په نتیجه کې د داعش خراسان ډلې سیمې او جنګیالي له لاسه ورکړل.
خلیلزاد دا یو رښتینی پرمختګ بللی خو په خبره یې چې داعش-خراسان لا نه دی محو شوی.
په ننګرهار کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد پوځي عملیات روان دي چې تر اوسه د راپورونو په اساس د داعش اړوند له زرو زیات کسان چې تر نیمايي زیات یې جنګیالي او پاتې نور یې ښځې او ماشومان دي افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtu9qyak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته