دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 197170
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د داعش سره مبارزی کې طالبانو نقش باندی خبری وکړ
زلمی خلیلزاد، د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې چارو کې، وایی چی د داعش خراسان په وړاندی عملیات کې ډير پرمختګ رامنځته شوی دی. که څه هم د هغه په وینا داعش په پوره توګه په افغانستان کې له منځه نه دی تللی، خو پرمختګونه لاسته راغلی دی.

 
زلمی خلیلزاد په یو توییت کې ولیکل: په ننګرهار کې اخیر کمپین یو مثال دی. د امریکا/ ائتلاف او افغان امنیتی ځواکونو او همدارنګه طالبانو اغیزمند عملیات ددی لامل شو چی داعش-خراسان ځمکې او جنګیدونکې یی له لاسه ووځی. په سلهاوو کسان تسلیم شو.
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو کې د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کې ننګرهار اچین ولسوالی کې، په سلهاوو داعش وسله وال د خپل کورنیو سره دولت ته تسلیم شو. مخکې هم محمد اشرف غنی، ولسمشر ننګرهار ته په سفر کې د داعش ډلې خاتمه اعلان کړ.
له بل لوری طالبانو اعلان کړی دی چی داعش ددی ډلې له لوری ماته خوړلی دی، خو دولتی ځواکونه هغوی د طالبانو څخه ژغورلی دی.هغه ادعا چی امنیتی نهادونه هغه ردوی او وایی ځینی داعش تسلیم شوی جنګیدونکې د طالبانو پخوانۍ غړۍ دی.
 
https://avapress.com/vdca00n6w49no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته