کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د داعش سره مبارزی کې طالبانو نقش باندی خبری وکړ

13 قوس 1398 ساعت 14:25

زلمی خلیلزاد، د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې چارو کې، وایی چی د داعش خراسان په وړاندی عملیات کې ډير پرمختګ رامنځته شوی دی. که څه هم د هغه په وینا داعش په پوره توګه په افغانستان کې له منځه نه دی تللی، خو پرمختګونه لاسته راغلی دی.



 
زلمی خلیلزاد په یو توییت کې ولیکل: په ننګرهار کې اخیر کمپین یو مثال دی. د امریکا/ ائتلاف او افغان امنیتی ځواکونو او همدارنګه طالبانو اغیزمند عملیات ددی لامل شو چی داعش-خراسان ځمکې او جنګیدونکې یی له لاسه ووځی. په سلهاوو کسان تسلیم شو.
دا په داسی حال کې دی چی اخیرو کې د امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ کې ننګرهار اچین ولسوالی کې، په سلهاوو داعش وسله وال د خپل کورنیو سره دولت ته تسلیم شو. مخکې هم محمد اشرف غنی، ولسمشر ننګرهار ته په سفر کې د داعش ډلې خاتمه اعلان کړ.
له بل لوری طالبانو اعلان کړی دی چی داعش ددی ډلې له لوری ماته خوړلی دی، خو دولتی ځواکونه هغوی د طالبانو څخه ژغورلی دی.هغه ادعا چی امنیتی نهادونه هغه ردوی او وایی ځینی داعش تسلیم شوی جنګیدونکې د طالبانو پخوانۍ غړۍ دی.
 


د مطلب کود: 197170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197170/زلمی-خلیلزاد-په-افغانستان-کې-د-داعش-سره-مبارزی-طالبانو-نقش-باندی-خبری-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com