کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کمیسیون او د شکایاتو اوریدو کمیسیو غړیو لفظی شخړه

13 قوس 1398 ساعت 14:54

بلقیس روشن د فراه نماینده او مجلس شکایاتو اوریدو کمیسیون غړۍ ادعا کړی چی تیره ورځ الله ګل مجاهد ددی کمیسیون رئیس هغه په فزیکی چلند سره د ناستې څخه اخراج او مرګ باندی ګواښ کړی دی.



آوا خبرګزاری-کابل: آغلۍ روشن ننۍ عمومی ناسته کې وویل: الله ګل مجاهد تراوسه خپل جنګسالاری خاصیت له لاسه نه دی ورکړی او ګواښ سره غواړی خپل میل خلاف آوازونه خاموش کړی.
روشن زیاته کړه چی تیره ورځ مجاهد شکایاتو اوریدو کمیسیون ټولو غړو په حضور کې هغه ته ښکنځا کړي او ویلی دی چی ډير ژیر روشن د کابل او حتی افغانستان څخه ورکوی.
د هغه په باور؛ الله ګل مجاهد یو آدم کش دی چی انسانیت باندی باور نه لری او ښځو ته د یو وسیلی په سترګه ګوری.
هغه زیاته کړه: الله ګل مجاهد هر وخت مجلس ته مسلح راځی، نه یواځی د هغی ژوند بلکه د سلهاوو نورو بلقیس ژوند اخیستلی شی.
په همدی حال کې الله ګل مجاهد ننۍ ناسته کې وویل چی هغه ښځو ته احترام لری او که یو نارینه همدا عمل د هغه په وړاندی ترسره کړی وای، شاید هغه چلند به بل څه وو.
د مجاهد په وینا؛ روشن لومړۍ هغه او ټول مجاهدینو ته سپکاوی وکړه او وروسته قاب سره هغه باندی برید کړی دی.
په همدی وخت کې میر رحمان رحمانی د نمایندګانو مجلس رئیس ننۍ ناسته کې وویل چی پارلمان د ورورګلوی او خورګلوی ځای دی او باید ملی وحدت تمثیل شی.
 


د مطلب کود: 197174

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197174/د-کمیسیون-او-شکایاتو-اوریدو-کمیسیو-غړیو-لفظی-شخړه

آوا
  https://www.avapress.com