دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 197182
نیکولاس کې: پایلې به ژر اعلان شي، موقت حکومت د قانون خلاف دی
ناټو وايي هیله لري چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر اعلان شي او نوی حکومت کار پيل کړي.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي دوی د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي او هیله لري چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي. دده په وینا دوی باور لري چې کمیسیون به ډېرې ژر لومړنۍ پایلې اعلان کړي او ټولو اړخونو ته په کار ده چې پایلې ومني او قوانینو ته درناوی ولري.
د نیکولاس کې په خبره د موقت حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم بې ځایه دي او ټول اړخونه باید اساسي قانون او د ټاکنو اړوند قانون ته درناوی ولري. نوموړي د سولې په اړه هم ویلي، چې هیله لري ژر تر ژره د افغانستان د سولې پروسه پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.
https://avapress.com/vdcdj50fxyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته