دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۴
د مطلب کود : 197203
عبدالله، حکمتیار او نبیل: په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد دریږو
د افغانستان د جمهوري ریاست دریو کاندیدانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون د احکامو څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

دغو کاندیدانو د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۴) په خپلو کې غونډه وکړه او له غونډې وروسته یې وویل چې "په ټاکنو کې د پراخو درغلیو" پر ضد ګډ کار کوي.
د دوې غونډه د پټو دروازو تر شا وشوه او له غونډې وروسته یې اعلامیه خپره کړه.
د دوې په اعلامیې کې ویل شوي دي "که د ټاکنو کمېسیون د قانون احکامو، لایحې او طرزالعمل ته را ونه ګرځي،" د درغلیو له لارې هر حکومت چې راځي، هغه به "ناکاموي او د خلکو د رښتینې ارادې" لپاره به پرېکړه کوي.
تر دې مخکې د ښاغلي عبدالله یو شمېر پلویانو په کابل او نورو سیمو کې د کمېسیون پر ضد مظاهرې کړې وې.
د عبدالله عبدالله په ګډون دا معترض نوماندان وايي چې نژدې ۳۰۰زره اچول شوې رایې بایومتریک نه دي او باید باطلې اعلان شي. خو د انتخاباتو کمېسیون وايي چې هېڅ یوه رایه هم تر بیا شمېرلو مخکې نه باطلوي.
کمېسیون همدغه راز څه موده مخکې ویلي وو چې د دوی ټول کارونه د قانون په اساس مخ ته ځي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvqnzx23nwid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته