په امریکا کی د هاوايي ایالت په پېرل هاربر نظامي اډه کې ډزې شوې دي چې له امله یې پنځه کسه ټپیان شوي دي.
د رسنیو او د امنیتي سرچینو په حواله د وو ټپیان وضعیت ترینګلی دی. دوی په دې اړه پلټنې پيل کړې دي خو تر دې دمه یې رسنیو ته نور معلومات نه دي ورکړي. په امریکا کې ډزې کېدل او د خلکو وژل اوس معمولي کار ګرځېدلی دی. سره له دې چې امریکايي وګړو د وسلو پر پلور غبرګون ښودلی دی خو امریکايي حکومت لا هم په دې اړه اقدام نه دی کړی.