دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 197236
افغانستان ته د المان دفاع وزیرې سفر او ژمنې
د المان دفاع وزیره “آنه ګرت کرامپ کارن باوئر” چې افغانستان ته په سفر راغلې وه، بیلابیلو لیدونو کې یې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلې او د همکاریو او مرستو د دوام ژمنه یې کړې.
ګرت کرامپ لومړی بلخ ولایت ته تللې وه او تېره شپه یې له خپلو ځواکونو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له وضعیت سره ځان عادت کړي، ځکه تراوسه ډاډه شوي نه یو چې ترهګري په افغانستان کې ګواښ نه دی.
دفاع وزیرې ویلي، تراوسه وخت نه دی رسیدلی چې افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او تر هغې به د ناټو په چوکاټ کې ماموریت ته دوام ورکړي، تر څو چې وضعیت ډاډمن شوی نه وي.
دفاع وزیرې د مزار شریف له سفر وروسته کابل کې ولسمشر غني سره لیدلي او هغه سره یې بیلابیلو برخو کې د مرستو ژمنه کړې.
افغان ولسمشر د المان هېواد کړې مرستې ستایلي او دا هېواد یې یو ستراتيژیک ملګری او متحد یاد کړی دی.
د المان دفاع وزیرې په ګډ خبرې کنفرانس کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي او په نظامي برخه کې یې د افغان ځواکونو د روزنې او نورو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه کړې.
له دې خبرې کنفرانس وروسته د المان دفاع وزیرې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد سره لیدلي دي.
دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د سه شنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د آلمان د دفاع له وزیرې “آنه ګرت کرامپ کارن باوئر” سره ولیدل او خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ با اهمیته وبللې او وې ویل چې له تروریزم سره د افغان ځواکونو د مبارزې په کار کې د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ خورا د ارزښت وړ دي.
د آلمان د دفاع وزیره “آنه ګرت کرامپ کارن باوئر” له تروریزم سره په جګړه کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ټینګاریې وکړ چې آلمان به له افغان ځواکونو سره د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
میرمن آنه ګرت کرامپ، د ملي پوځ په اډانه کې د ښځو د پام وړ له شتون څخه ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په دفاعي او امنیتي بنسټونو کې د ښځو کچه نوره هم لوړه شي.
د آلمان د دفاع وزیرې وویل چې د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا او مسلکي کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د آلمان د دفاع وزیرې، د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې په اړه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د داعش ترهګرو د بشپړې ماتې لپاره به د افغان ځواکونو په خوا کې پاتې شي.
https://avapress.com/vdcds50f9yt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته