کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو د افغان ځواکونو پر ملاټر بیا تینګار وکړ

14 قوس 1398 ساعت 10:04

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په لندن کې خبریالانو ته ویلي ناټو لا هم د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.



دده په خبره افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي، خو ناټو بیا هم د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته کار کوي. دده په وینا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا له لارې افغانستان ته سوله راتلی شي ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې له نظامي لارو موخو ته نه شي رسېدلی.
د سټولټنبرګ په وینا دوی هم ددې ملاتړي دي چې روان مذاکرات پایلې ته ورسېږي خو په افغانستان کې د امنیت د تامین، د ترهګرو د ختمولو او په دې هېواد کې د پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او ملاتړ مهم دی.
ناټو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ځان ژمن بللی دی.


د مطلب کود: 197237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197237/ناټو-د-افغان-ځواکونو-پر-ملاټر-بیا-تینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com