د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په لندن کې خبریالانو ته ویلي ناټو لا هم د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.
دده په خبره افغان جګړه باید د خبرو له لارې حل شي، خو ناټو بیا هم د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته کار کوي. دده په وینا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا له لارې افغانستان ته سوله راتلی شي ځکه طالبان باید په دې پوه شي چې له نظامي لارو موخو ته نه شي رسېدلی. د سټولټنبرګ په وینا دوی هم ددې ملاتړي دي چې روان مذاکرات پایلې ته ورسېږي خو په افغانستان کې د امنیت د تامین، د ترهګرو د ختمولو او په دې هېواد کې د پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او ملاتړ مهم دی. ناټو یو ځل بیا د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ځان ژمن بللی دی.