دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 197238
خلیل زاد افغان حکومت سره له خبرو وروسته قطر ته ځي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو سره تر ليدو وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تیره ورځ په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې خلیلزاد د سولې لپاره د خپل ماموريت په موخه د کابل او دوحې په سفر وتلی دی.
اعلاميه زياتوي، چې ښاغلی خلیلزاد به د ګډ حکومت له چارواکو سره افغانستان ته د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر، سولې او بين الافغاني خبرو اترو په اړه بحث وکړي.
زلمي خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې د سولې لپاره خپل سفرونه پيل کړي، چې نږدې دوه مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې وې، خو له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته خلیلزاد يو ځل بيا د سولې ماموريت په اړه خپل سفرونه پيل کړل، د تېرې مياشتې په وروستيو کې يې هم په دوحه کې له طالبانو سره غیر رسمي ليده کاته کړي وو او تېره اونۍ، چې د امريکا ولسمشر په نا اعلان شوي سفر بګرام ته د خپلو پوځيانو ليدو ته راغلی و، دلته يې يو ځل بیا له طالبانو د سولې خبرو د بيا پيلېدو يادونه وکړه، ورپسې خلیلزاد کابل ته راغلی او تر دې وروسته به له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو د بيا پيل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، په لنډو ورځو کې به د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلې خبرې له هماغه ځايه پيل شي، چېرته چې درېدلې وې او دواړه لوري به يوې هوکړې ته ورسيږي.
https://avapress.com/vdcfmedycw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته