کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو په تړاو د خلکو انتظار پای ته رسیږي

14 قوس 1398 ساعت 10:10

دوه میاشتې او اته ورځې وشوې چې افغانانو د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رای کارولې، افغان ولس خپل کار وکړ او له ګواښونو سره سره یې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکاروله.
ټاکنو کې افغان ځواکونو هم خپل کار وکړ، په ټول افغانستان کې یې د رای اچونې د مرکزونو امنیت خوندي کړ او خلکو ته یې ډاډمن امنیتي چاپيریال رامنځ ته کړ، افغان ځواکونه په دې امنیت باندې په نړیواله کچه وستایل شول.
اوس وار د ټاکنو کمېسیون دی چې خپل کار پای ته ورسوي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي، هغه پایلې چې په کور دننه او بیرون خلک ورته په تمه دي چې پایله کې راتلونکی ولسمشر څوک ټاکل کیږي.



لکه د ۲۰۱۴م کال په څېر اوس هم جنجالونه شته، خو دا جنجالونه یا په دومره کچه نه دي بحران رامنځ ته کړي او یا اوس افغان ځواکونو د دې وړتیا پیدا کړې چې خلک د بحران د مدیریت په تړاو ډاډمن کړي.
اوس افغان ځواکونو د دې وړتیا پیدا کړې چې هر ډول اعتراضونو امنیت خوندي کړي او پرينږدي چې بهرني استخبارات خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
ټاکنو کمېسیون کې ځینې اعتراضونه او جنجالونه شته، چې حل کول او مدیریت یې ټاکنو کمېسیون پورې تړاو لري، په دې برخه کې افغان ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې لاسوهنه و نه کړي، قانون هم اجازه نه ورکوي او افغان ځواکونه قانون ته ژمن دي.
اوس له وضعیت داسې ښکاري چې د ټاکنو پایلې به بالاخره اعلان شي او د افغانانو انتظار به پای ته ورسیږي.
دا ډاډ هم شته چې ټاکنې لومړي پړاو کې ګټونکی لري او اړتیا نشته چې دویم پړاو ټاکنې وشي.
که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې هم شي، افغان ځواکونه چمتو دي چې امنیت یې خوندي کړي او یو ځل بیا خلک د رایو مرکزونو ته لاړ شي.
ټاکنې د ولسواکۍ اصل دی او افغان ځواکونه د ولسواکو پروسو د امنیت خوندي کوونکي دي، په دې برخه کې هر ګواښ پروړاندې ولاړ دي او پوره توان باندې هڅه کوي چې خلک له ولسواکۍ ګټه واخلي.
ټاکنو کمېسیون په خپلو کارونو کې خپلواک دی، خو دا چې د ټاکنو پایلې وځنډیدې بیلابیل لاملونه لري چې عمده لامل یې د یو مناسب سیستم نه شتون دی.
کله چې یو سم سیستم نه وي، بیا ډير کله پایلې همداسې جنجالي کیږي، خو افغانستان چې لا یې هم ډيرو برخو کې پرمختګ نه دی کړی، دا سیستم هم پاتې چې باید اساسي جوړ شي.
که جګړه مو پریږدي، ډيرې پروسې به بیا ساده او اسانه ترسره کیږي او هیڅ ډول جنجال او ګواښ به نه رامنځ ته کیږي.


د مطلب کود: 197239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197239/د-ټاکنو-په-تړاو-خلکو-انتظار-پای-ته-رسیږي

آوا
  https://www.avapress.com