دوه میاشتې او اته ورځې وشوې چې افغانانو د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رای کارولې، افغان ولس خپل کار وکړ او له ګواښونو سره سره یې د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکاروله.
ټاکنو کې افغان ځواکونو هم خپل کار وکړ، په ټول افغانستان کې یې د رای اچونې د مرکزونو امنیت خوندي کړ او خلکو ته یې ډاډمن امنیتي چاپيریال رامنځ ته کړ، افغان ځواکونه په دې امنیت باندې په نړیواله کچه وستایل شول.
اوس وار د ټاکنو کمېسیون دی چې خپل کار پای ته ورسوي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي، هغه پایلې چې په کور دننه او بیرون خلک ورته په تمه دي چې پایله کې راتلونکی ولسمشر څوک ټاکل کیږي.