دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 197240
زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د ملي وحدت حکومت له چارواکو سره تر ليدو وروسته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ځي.
اعلاميه زياتوي، زلمی خلیلزاد به له کابل وروسته قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د پیل ترڅنګ، د سولې ټينګښت، د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند په تړاو بحث وکړي.
د افغان سولې خبرې چې د تېرې سپټمبر میاشتې په لړ کې د ولسمشر ټرمپ له لوري لغوه شوې، اوس یې د بیا پیل لپاره دواړو لوریو تمایل ښودلی دی.
https://avapress.com/vdci5yazut1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته