نوموړي د ویسټ کریکټ بورډ څخه هم مننه کړې چې د لوبډلې روزونکی یې ګمارلی.
نوموړي وویل: (( لومړۍ غواړم چې ویسټ انډیز کریکټ بورډ څخه مننه وکړم چې ماته یې دا فرصت راکړ چې د یو داسې لوبډلې روزونکی یې وټاکلم چې په نړیوال کریکټ کې ښه تاریخچه لري.زما هڅه به دا وي چې لوبډله بریاوو ته برابره کړم. او زه به د نورو روزونکو سره یو ځای د لوبډلې په مهمو نقطو کار وکړم.))
د ویسټ انډیز لوبډلې مشر روزونکي پېل سیمنز هم د مونټی ډیسای ستاینې کړې او نوموړی یې تجربه کار روزونکی یاد کړی دی.
سیمنز وویل: ((ما لدې وړاندې هم مونټی ډیسای سره یو ځای کار کړی،نوموړی يو استعدادي روزونکی دی او همیشه یې خپله وړتیا پدې کې ښودلې چې لوبغاړي سیالیو لپاره ښه چمتو کوي.))
د یادولو وړ ده چې ډیسای لدې وړاندې په ۲۰۱۸ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه کار کړی دی.
د افغانستان سربیره نوموړي د نیپال،کاناډا،په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رویلز او ګوجرات لاینز لوبډلې روزونکي دندې هم اجرأ کړي دي.
مونټی ډیسای به د هند خلاف د درې شل اوریز سیالیو د پیل وړاندې د ویسټ انډیز کریکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د درې شل اوریزو لوبو سیریز لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ په حیدراباد ښار رجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
د شل اوریزو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز هم ترسره شي.