دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 197242
امریکا شمالي کوریا ته د نظامي اقدام خبرداری ورکړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لندن کې دناټو په سرمشریزه کې د شمالي کوریا د چارواکو پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. ټرمپ ویلي دوی که اړ شي نو د شمالي کوریا پر وړاندې پر نظامي اقدام هم لاس پورې کوي. شمالي کوریا ویلي وو، چې د هوکړو له مخې باید د روان کال تر پایه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ شته مسایل نهايي شوي وای خو واشنګټن یې پر ژمنو عمل نه کوي.
اوس ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا نظامي وړتیا لري خو له دې وړتیا استفاده نه کوي او که شمالي کوریا دوی مجبوره کړي نو امریکا اړ کېږي چې پر وړاندې یې په نظامي اقدام لاس پورې کړي.
https://avapress.com/vdcay0n6u49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته