کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ثبات او همپالنې ټیم زرګونو پلویانو په جوزجان، پروان، غور او پنجشېر کې لاریونونه وکړل

14 قوس 1398 ساعت 11:48


د ثبات او همپالنې ټیم زرګونو پلویانو پرون په جوزجان، پروان، پنجشېر او غور ولایتونو کې د هغه څه پر وړاندې چې دوی يې په ولسمشري ټاکنو کې درغلي بولي، د اعتراض په توګه لاریون وکړ.
په شبرغان ښار کې د ثبات او همپالنې ټیم پلویان ګواښ کوي چې که دولت جوړوونکی ټیم په ټاکنو کې له درغلیو لاس وا نه‌خلي، د هېواد ټولې لویې لارې به وتړي.
په جوزجان کې دوه معترضان قدرت‌الله وطن او عبدالملک سلام‌وطندار ته ویلي، تر هغې چې د ټاکنو کمېسیون یې غوښتنې ونه مني، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
دوی وايي، ۲۱ ورځې یې اعتراض کړی او نه غواړي چې محمداشرف غني بیا ارګ ته لاړ شي او د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو ځای هم به هم زندان وي.
په غور کې د یاد ټیم پلویان د ۳۰۰ زرو هغو رایو د ابطال غوښتنه کوي چې له وخت مخکې او وروسته کارول شوې دي. معترضان وايي، هغه پایله چې مبنا یې درغلۍ وي، د دوی لپاره د منلو نه ده
په غور کې د ثبات او همپالنې ټیم یو پلوی اعجازالحق نوري وايي، د ټاکنو کمېسیون باید یادې رایې باطلې اعلان کړي، که‌نه د ټاکنو پایله به ونه مني.
په ورته مهال په پروان او پنجشېر کې هم د ثبات اوهمپالنې ټیم پلویانو په اعتراض لاس پورې کړی او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه یې غوښتي چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي.
معترضان وايي، له امنیتي ستونزو سره سره یې په ټاکنو کې ګډون کړی، خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي چې د دوی پاکې رایې له ناپاکو هغو سره یوځای کړي چې دا کار دوی ته د منلو نه دی.
بله‌خوا د ثبات او همپالنې ټیم د کمپاین مسوول علي‌احمد عثماني وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه باید د خبرو اترو له لارې شته ستونزو ته د حل لار پیدا او اعتراضونو ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړی ګواښ کوي، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېوادوالو غوښتنې ونه مني، نورې لارې هم لري چې وبه یې کاروي.
د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه نه‌دی توانېدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.
که څه هم هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.


د مطلب کود: 197254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197254/د-ثبات-او-همپالنې-ټیم-زرګونو-پلویانو-په-جوزجان-پروان-غور-پنجشېر-کې-لاریونونه-وکړل

آوا
  https://www.avapress.com