کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو تحصیلی اسنادو د ارزونې پروسي اصلاح کیژی

14 قوس 1398 ساعت 11:54


د بهرنیو تحصیلي اسنادو د ارزونې ریاست هڅه کوي تر څو د اسنادو د ارزونې په برخه کې لا زیات اصلاحات پلي کړي او دا بهیر له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي
لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي سندونو د ارزونې د څرنګوالي د زده کولو په موخه د بهرنیو تحصیلي اسنادو د ارزونې د کمیسیون غړیو په ګډون یو پلاوی د ترکیې هیواد ته استولي و، او لازمه روزنه یې ترلاسه کړه.
د نوموړي پلاوې رییس پوهندوی سید فرهاد شهید زاده وویل: «د ارزونې کمیسیون پلاوی د بهرنیو اسنادو په معاصرو طریقو ارزونه، په اسنادو کې د جعل پیژندنه او د ارزونې په پروسه کې د جعل کارۍ د نړیوالې مافیا د فعالیتونو د مخنیوي سره بلدتیا حاصله کړه، چې د دې روزنې او پوهې ترلاسه کول به لوړو زده کړو وزارت کې د بهرنیو سندونو د ارزونې په پروسې کې خورا ګټور او مؤثر وي.
هغه وویل پلاوي له پورتنیو مواردو سره د بلدتیا په څنګ کي د ترکیې جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال پروفیسور رحمی ارمه او د نوموړي هیواد د بهرنیو تحصیلي اسنادو د ارزونې کمیسیون له غړو سره خبرې وکړې او دواړو لوریو د افغانستان د بهرنیو تحصیلي سندونو د ښه والي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه وکړه .
په دي غونډه کې فیصله وشوه چې دواړه اړخونه به د یو هوکړه لیک د لاسلیک کولو په اړه کار وکړي او عملا به په دې برخه کې کار پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت کې د بهرنیو تحصیلي اسنادو د ارزونې څانګه اوسمهال د نړیوالو معیارونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ په وسیله د یو روښانه میکانیزم جوړولو په هڅه کې ده او پدې برخه کې به د ترکیې هیواد همکارۍ راجلبول او د اړیکو پیاوړتیا ګټور وي.


د مطلب کود: 197258

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197258/د-بهرنیو-تحصیلی-اسنادو-ارزونې-پروسي-اصلاح-کیژی

آوا
  https://www.avapress.com