دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 197264
خلیلزاد او عبدالله په سولې او تاوتریخوالي په کمیدو غږیدلي
اجرائیه ریاست وایي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم او یو شمیر سیاسي او قومي مشرانو تیره ورځ ( لیندۍ ۱۳ مه) د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په بیا پیلیدو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په کمیدو خبرې کړي.
اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سپیدار په ماڼۍ کې په دې کتنه کې، د سفیر خلیلزاد سره د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سلاکاره میرمن لیزا کورتس او د ښاغلي خلیلزاد د پلاوي د غړو سربیره د ثبات او همپالنې د ټیم غړو، یو شمیر جهادي، سیاسي او قومي مشرانو هم ګډون درلود.

ښاغلي عبدالله د دې کتنې په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي " مونږ د سولې هڅو ته په لومړیتوب ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بیرته پیلیدلو، د تاوتریخوالي د کمیدو پورې اړوند شرایطو او اقداماتو، په وخت توافقي ګامونه پورته کول او د افغانانو سترو هیلو ته د ځواب ورکولو لپاره د بین الافغاني خبرو لپاره د یو ټول شموله تيم جوړولو پر مسلو خبرې وکړې" .

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې ښاغلي خلیلزاد سیمې ته د خپل تازه سفر او هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د دواړو غاړو د غوښتنو په هکله د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړي دي.

اجرائیه ریاست وایي "د غونډې ګډونوال په دې موافق وو، چې سوله د افغانستان د خلکو لومړیتوب دی او افغانان او افغان حکومت په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره د سولې له هڅو ملاتړ کوي. هغوی د خبرو د پیل لپاره د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمیدلو باندې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې ته د رسیدلو په برخه کې د خبرو د مخکیني شرط په توګه ټینګار وکړ".

سفیر خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ ۱۳مه) کابل ته راغلی او د ښاغلي عبدالله او یو شمیر سیاسي مشرانو سره د کتنې وړاندې یې په همدې ورځ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني سره هم په ارګ کې کتلي دي.

د ارګ اعلامیه وایي، چې په دې کتنه کې د سولې په اړه، له "طالبانو سره په اوربند" او سولې ته د رسېدو لپاره په بهر کې د طالبانو د "پټو ځایونو" د موجودیت په اړه خبرېشوي دي.

اعلامیه وایي چې جمهور غني او جمهور رئیس ټرمپ هم په دې اړه په بګرام کې سره غږېدلي وو.

د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په میاشت کې د امریکا او طالبانو استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو د بې پایلې پای ته رسیدلو وروسته تراوسه په رسمي ډول د دواړو غاړو ترمنځ خبرې نه دي پیل شوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې کیدای شي ښاغلی خلیلزاد به د روانې میلادي میاشتې ډسمبر په ۱۲ مه په دوحه کې د طالبانو سره خبرې پیل کړي.

خو د خبرو د بیا پیلیدو په اړه تردا مهاله نه طالبانو او نه هم امریکا په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepf8zejh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته