کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان، له افغانستانه د سبزیجاتو واردات زیات کړي دي

14 قوس 1398 ساعت 13:51


خیبر پښتونخوا کې تازه سبزیو ته د اړتیا د زیاتوالي له کبله ځايي حکومت له افغانستان څخه  د سبزیو د موټرو واردات له ۱۲ لاریو څخه ۱۰۰ لاریو ته زیات کړي دي.
 په خیبر پښتونخوا کې د تازه سبزۍ د قحطۍ او اړتیا زیاتېدو له کبله د سبزیو بیې لوړې شوې دي چې ځايي حکومت یې د کنټرول لپاره له افغانستان څخه د سبزۍ واردات زیات کړي دي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان وايي، دمګړۍ یې په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سبزیو ته لارې خلاصې کړې دي او هره ورځ د ۱۲ لارۍ موټرو پر ځای ۱۰۰ په سبزیجاتو بار لارۍ موټرې پاکستان ته ورپرېږدي: (( موږ فی الحال د کچالو، پالکو، رومیانو، ګلپیانو، پیازو، مټرو، مولۍ، انګورو، مڼې او انارو واردات د افغانستان له لارې زیات کړي دي تر څو په خپلو قیمتونو کنټرول ترلاسه کړو.))
 د خیبر پښتونخوا دا اقدام په داسې حال کې کړی دی چې هند پر پاکستان د رومیانو او سبزیجاتو صادرات بند کړي دي او دغه هېواد کې د سبزیجاتو بیې خورا لوړې شوې دي.


د مطلب کود: 197267

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197267/پاکستان-له-افغانستانه-د-سبزیجاتو-واردات-زیات-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com