دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 197268
ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال په دغه وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی.
 ولس دې له معارف د ملاتړ لپاره سره یو لاس سي.
ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال په دغه وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني ویلي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې ولس د پوهنې ملاتړ وکړي.
دده په خبره افغانانو ته په کار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره سره یو لاس سي، له پوهنې ملاتړ وکړي او د ښوونځیو په پرانیستلو او ساتلو کې د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.
نوموړي د اصلاحاتو په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست راپور هم اورېدلی دی او په دې برخه کې یې د لا ډېر کار سپارښتنه کړې ده.
دده په وینا د افغانستان د بنسټیز پرمختګ لپاره په پوهنې وزارت کې ډېر کار او پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.
ولسمشر د پوهنې وزارت پر نصاب د پراخ کار غوښتنه کړې ده او دغه راز یې سپارښتنه کړې چې غوره ښوونځي او پیاوړي مدیران باید تشخیص او وستایل سي.
https://avapress.com/vdciqyazvt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته